افغان ځواکونه د ټاکنو په امنیت ډاډمن دي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: که څه هم طالبانو د ولسي جرګې د ټاکنو د ګډوډولو ګواښ کړی، خو کورنیو چارو وزارت د ټاکنو د امنیت خوندیتوب په موخه ۵۴ زره امنیتي ځواکونه ګومارلي دي.
کورنیو چارو وزارت د ولسي جرګې د ټاکنو ګډوډولو لپاره د طالبانو ګواښ بې ځایه بللی او ژمنه کړې چې امنیتي ځواکونه به په ټول توان د ټاکنو امنیت ساتي.
دغه وزارت وایی، د اړتیا په صورت کې به له هوایي ځواکونو هم کار واخلي.
د طالبانو له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه ټاکنې امریکایي دسیسه ده او دوی به یې د ګډوډولو لپاره له هېڅ راز هڅې دریغ ونه کړي.
په ورته وخت کې طالبانو دا هم ویلي چې، ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره به پام وکړي، خو د امنیتي خواکونو سربیره به هغه کسان په نښه کړي چې د ټاکنو د بریالیتوب هڅې کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments