افغان ځواکونه د سولې لپاره جګړه کوي / بریالی ویاړ

comments 0

1 Views

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه اوس تر بل هر وخت پياوړي دي او د دې توان لري چې هره سیمه کې طالبان په نښه او پرضد یې بریالي عملیات وکړي.
له امریکا سره د طالبانو د هوکړې پرمهال دواړه خواوو د تاوتریخوالي کمیدو باندې هوکړه وکړه، له یوې اوونۍ وروسته طالبانو پر امریکایي او نورو نړیوالو ځواکونو باندې بریدونه بند کړل او پر افغانانو یې بریدونه پيل کړل چې تر دې دمه شاوخوا دوه نیم زره کسانو ته پکې مرګ ژوبله اووښتې چې لویه برخه یې ملکي وګړي جوړوي.
خو برعکس افغان امنیتي دفاعي او ځواکونو سولې ته د ژمنتیا په خاطر بیا جګړه پيل نه کړه، لومړی دفاعي حالت ته لاړل او بیا فعال دفاعي حالت ته چې اوس هم تعرضي حالت ته نه دي ستانه شوي.
داسې نه ده چې ګنې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د جګړې وړتیا نه لري، او یا ترهګر طالبان د جګړې په لیکو کې پياوړي دي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه چې د خاورې او ناموس ساتونکي دي، د سراعلی قومندان تر امر لاندې اوس فعال دفاعي حالت کې دي.
دا د دې لپاره چې اوس تر بل هر وخت د سولې ښه فرصت دی او که افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه بیرته جګړه پيل کړی، لیرې نه ده چې د سولې دا فرصت له منځه لاړ شي او بې باوري بیا رامنځ ته شي.
افغان حکومت سولې ته د رسیدو لپاره د طالبانو بندیانو هم خوشې کړل او دا پروسه روانه ده.
تازه د سه شنبې په ورځ هم له څرخي پله زندان څخه ۱۰۲ طالب زندانیان خوشې شول او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
افغان ځواکونه چې د سولې لپاره برحقه جګړه کوي، د دې لپاره چې خاوره او د خلکو ناموس وساتي، نو په دې خاطر هڅه کیږي چې سوله باندې تمرکز زیات شي او هغه جګړه چې افغانان یې قربانیان دي، باید نور دوام پيدا نه کړي.
افغان حکومت، افغانان او د نړۍ ځینو هېوادونو منلې چې د افغانستان جګړه پردۍ ده، یواځې قرباني یې افغانان ورکوي، خو یواځې د طالب لیونی جنګیالی په دې نه دی خبر چې د دې جګړې ګټې د نورو دي او قرباني یې افغانان دي.
د طالبانو مشران چې د دې جګړې له درکه ښه ژوند لري، هیڅکله خپلو جنګیالیو ته داسې نه ښيي چې ګنې دا جګړه پردۍ ده او زیان یې افغانانو ته دی.
کله چې د طالب جنګیالی په دې باندې پوه شو چې دا جګړه افغان وژنه او د افغانستان ورانونه ده، بیا د طالب مشرانو کاروبار خرابیږي.
له هغې ورځې چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه فعال دفاعي حالت ته تللي، د طالبانو مشرانو ځینو وسله والو ته ویلي چې افغان ځواکونه د جګړې توان نه لري، خو داسې نه ده، افغان ځواکونه سولې ته د رسیدو لپاره جګړه کوي او کله چې د سولې فرصت رامنځ ته شوی، باید ګټه ترې پورته شي.
طالب چې د پاکستان کرایي قاتلین دي، په دې نه پوهیږي ، ځکه په جګړه تمرکز لري، خو افغان حکومت په دې پوهیږي چې که طالب وژل کیږي هم کونډه او یتیمان یې دې حکومت ته پاتې دي.

Share this page to Telegram

Comments