افغان ځواکونه د خلکو ساتنه کوي خو طالبان یې د ماین په چاودنو کې وژني

comments 0

1 Views

هندوکش – کابل: د دوشنبې په ورځ ماسپښين د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا ښخ کړل شوي ماین ۴۶ کسانو ته چې اکثره یې ښځې او ماشومان وو مرګ ژوبله واړول.
که څه هم اکثره وخت د وسله والو طالبانو له خوا په ښخو شویو ماینونو کې ملکي کسان ژوند له لاسه ورکوي؛ خو دا پېښه ډيره خونړۍ وه.
د دغي پيښي یوه ژوبل شوې ماشومه وايي، پر موټر یې ماین وچاودېد، خور يې ژوند له لاسه ورکړ او مور يې ژوبل شوې ده.
د قربانیانو د کورنۍ یو غړی وايي، د شاه مقصود اغا زیارت ته په لاره وه چې موټر يې پر ښخ شوي ماین برابر شو او مرګ ژوبله يې واړول.
د قربانیانو د کورنۍ یو بل غړی وايي، طالبان که ځانونه مسلمانان ګڼي بیا څنګه ملکي کسان ښځې او ماشومان په نښه کوي او په لارو کې ورته ماینونه ږدي؟
دی وايي، د کورني اکثره غړي يې چې د شاه مقصود اغا زیارت ته تلل یا شهیدان شوي یا هم ژوبل دي
د دغه پيښي قربانیان له لومړنیو طبي مرستو وروسته له خاکریز ولسوالۍ څخه د ملي اردو ځواکونو له خوا کندهار ښار ته را انتقال شول.
د ملي اردو یو تن ډاکټر محمد ناصر شېرزاد وايي، چې له پيښي وروسته دوی ساحې ته ورغلل او قربانیان یې میرویس روغتون ته را انتقال کړل
د خاکرېز د پیښي وروسته د خلکو سخت غبرګونونه راپارول شوي او دوی وايي، طالبانو یو ځل بیا وښودل چې د ملکي کسانو ژوند ورته مهم نه دی ځکه یې په عامه لاره کې ماینونه ښخ کړي وو.
د کندهار اوسېدونکي وايي، په دې سره طالبانو جنګي جنایت کړی دی چې ولس به یې ونه بخښي.
په کندهار کې وسله وال طالبان اکثره وخت د لیري پرتو ولسوالیو پر لارو ماینونه ښخوي چې ډیری قربانیان یې ملکي وګړي دي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments