افغان ځواکونه به هیڅ ګډوډۍ ته اجازه ور نه کړي / بریالی ویاړ

comments 0

1 Views

دا سمه ده چې سیاستونه د سیاسیونو خپل کار دی او افغان ځواکونه د نظام او خلکو ساتونکی دي، خو دا په دې مانا نه چې سیاسیون دې هر کار کوي او افغان ځواکونه به یې مخه نه نیسي.
که څوک مظاهرې کوي، یا اعتراض کوي، دا یې حق دی او د افغان ځواکونو مسوولیت دی چې امنیت یې وساتي، خو دا چې څوک له مدني اعتراضونو ناسمه ګټه اخلي او ګډوډي جوړوي، افغان ځواکونه بیا اقدام کوي.
تاسو ولیدل چې تېرو ټاکنو او جنجالونو کې افغان ځواکونو خپل مسوولیت په ښه توګه ادا کړی او ګډوډیو ته یې اجازه نه ده ورکړې، څو ځل هڅه وشوه چې دا ځواکونه نوم بدي کړي، خو و نه توانیدل.
افغان ځواکونه یواځې هغه کار کوي چې قانون ورته ویلي وي، تر دې لوړ هیڅ کار نه کوي چې له قانون سرغړونه وي.
خلک اندیښنه لري چې بحران او یا ګډوډي به رامنخ ته شي، خو دا اندیښنې ځکه بې ځایه دي چې افغانستان اوس څو ډوله ځواکونه لري او د هر ډول بحران او ګډوډیو د مدیریت وړتیا لري.
ښه به دا وي چې ټول سیاسیون د ملت له ارادې سره سم عمل وکړي او هيڅ ډول ګډوډیو ته اجازه ور نه کړي او زمینه برابره نه کړي.
موږ او تاسو پوهیږو چې هېواد وضعیت په یو حساس حالت کې دی او له دې څخه افغان دښمنه هېوادونه د ځان لپاره ګټه اخلي.
افغان دښمنه هېوادونه کمین کې ناست دي او په دې تمه دي چې یو فرصت برابر شي او خپأ کار پکې وکړي.
نو د دې لپاره د خلکو اندېښنې هم زیاتې دي چې بهرني استخبارات به له ګډوډیو او جنجالونو ناوړه ګټنه وکړی چې بیا جبران به یې سخت وي.
ملت ټول څاري او ټول ګوري چې څوک په کومه روان دی او وضعیت څوک خراب لوري ته بیایي.
دلته د افغان ځواکونو مسوولیت جوړیږي چې د ملت اندیښنې لیرې کړي او یو داسې ډاډ رامنځ ته کړي چې خلک عادي ژوند وکړي او نور کاروبارونه اغیزمن نه کړي.
افغان ځواکونه ټول د تیارسۍ په حال کې دي، له یوې خوا کورنۍ دښمن او له بلې خوا بیرونی دښمن ټولو سره مبارزه کې دی.
دا باید مداخله و نه بلل شۍ چې افغان ځواکونه د بحران مدیریت کوي او د ګډوډیو مخه نیسي.
تاسو د دوشنبې په ورځ واوریدل چې ځینې پر افغان ځواکونو غږ کوي چې باید لاسوهنه و نه کړي، خو د افغان ځواکونو سرې کرښې مالومې دي او که هرڅوک له سرو کرښه تېر شول، بیا مداخله کوي او دا یې قانوني حق دی.
نو افغانان دې پر خپلو ځواکونو باور ولري، دا ځواکونو د څو کالو پخوا ځواکونه نه دي، دوی په بحران کې رالوی شول، نو د بحرانونو مدیریت ورته اسانه دی.

Share this page to Telegram

Comments