افغان ځواکونه اوس ډير د باور وړ دي/ بریالی ویاړ

comments 0

0 Views

تازه امریکايي پوځي چارواکو ویلي چې افغانستان کې روانه اوونۍ څلور زره هغه پوځیان امریکا ته ستنوي چې ماموریت موده یې پوره شوې.
امریکا د دې پوځیانو په بدل کې نور پوځیان افغانستان ته نه لیږي او په دې سره به د سرتېرو شمېر افغانستان کې کم کړي.
د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره یو ځای اندیښنې شته چې ګنې که ټول بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي، افغانستان به بیا د ترهګرو په ځاله بدل شي.
دا اندیښنه یواځې له افغانانو سره نه وه، بلکې د سیمې او نړۍ هېوادونو سره هم وه، خو اوس دا اندیښنه ځکه رفع شوې چې افغان ځواکونو وړتیا پیدا کړې.
نوي سلنه عملیاتو افغان ځواکونه رهبري کوي او اته نوي سلنه عملیات خپلواک کوي، دا په خپله د افغان ځواکونو په وړتیا باندې دلالت وي.
پخوا دا اندیښنې ځکه وې چې افغان ځواکونو کافي امکانات او کافي تجربه نه درلودله، خو اوس د کلونو په تیریدو هر څه بدل شوي دی.
بهرني هېوادونه به یواځې له افغان ځواکونو او افغانانو سره مرستې کوي، نور افغان ځواکونه د دې وړتیا لري چې ترهګرۍ ضد مبارزه وکړی.
بهرني ځواکونه په دې شرط له افغانستان وځی چې طالبان د سولې خبرې وکړي او له جګړې لاس واخلي.
کله چې طالبان له جګړې لاس واخلي او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي، دا خود به خوده جګړه کموي چې ورسره مصارف کمیږي او د عملیاتو شیوه کې بدلون راځي.
بیا نه د دومره پولیسو او نه هم ددومره پوځ اړتیا شته چې افغان حکومت یې وساتی.
که و یې ساتي هم د دوی له تیلو نیولې، بیا تر تجهیزاتو، وسلو او مهماتو یې مصارفو کې کموالی راځی چې افغان حکومت به یې له خپلې بودجه تمویل کړي.
اوس خو د افغانستان له نیمایي زیاته بودجه جګړه باندې مصرف کیږي، نه د بیا رغونې کارونه شته، نه پرمختګونه او نه نور څه چې باید شوی وی، نه دي شوي او لامل یې همدا بدمرغه جګړه ده چې طالبانو او نورو ترهګرو ډلو دوام ورکړی دی.
که جګړه نه وی، پرمختګونه حتمي دي او هیڅ دلیل نه پيدا کیږي چې بیا رغونه او پرمختګونو مخه ونیسي.
اوس خو هر څه جګړې برباد کړي دي، نه یواځې دا چې له خلکو قرباني اخلي، بلکې افغانان یې کلونه له پرمختګ پاتې کړي دي.
افغانان ټول عمر په بهرنیو ځواکونو تکیه نه دي، افغانانو اوس منظم نظامي ځواک پیدا کړی چې نړۍ یې ځان ته حیرانه کړې ده.
افغان ځواکونو چې له ۲۰۱۴م کال راهیسې د عملیاتو مشري پر غاړه اخیستې له هغه ورځ یې ثابته کړې چې دوی د ترهګرې ضد مبارزه کولی شي او هیڅ ترهګره ډله به پرې بریالۍ نه شي.
پر خپلو ځواکونو باور ولرئ، که بهرني ځواکونه وي او که نه وي، افغان ځواکونه اوس د دې جوګه دي چې ځانګړي او جبهه يي عملیات وکړی او دښمن ته سرسخته ماتې ورکړی.

Share this page to Telegram

Comments