افغان ځانګړو ځواکونو په لوګر ولایت کې دوه وسلوال طالبان نیولي دي

comments 0

50 Views

هندوکش – لوګر: دلوګر ولایت امنیتي چارواکي وايي چې تیره شپه افغان ځانګړو ځواکونو دلوګر ولایت په محمدغې ولسوالۍ کې ځانګړي عملیات ترسره کړي دی، چې په ترڅ کې دوه وسله وال طالبان نیول شوي دي.
دلوګرامنیه قوماندانۍ ویاند شاپوراحمدزي وایي چې نیول شوي کسان دلوګر ولایت دمحداغې ولسوالۍ اوسیدونکي دي،همداراز نوموړي زیاتوي چې په نوموړو عملیاتو کې یوشمیر سپکې او درنې وسلې دافغان ځواکونو لاسته ورغلي دي،شاپوراحمدزي وایي چې له نیول شوو کسانو څخه پلټنې روانې دي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments