افغان ځانګړو ځواکونو ته د ولسمشر وینا!

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: جمهوررئیس محمداشرف غني پرون مازدېګر د ملي پولیسو ځانګړې قطعې قومندانۍ ته ولاړ او د دې قطعې له رهبري پلاوي او منسوبینو سره یې وکتل.
جمهور رئیس د ملي پولیسو ځانګړې قطعې قرارګاه کې د تشریفاتو قطعې له معاینې وروسته په هغو مراسمو کې چې د یادې قطعې یو شمېر سرتېرو په کې حضور درلود، ګډون وکړ.
په دې مراسمو کې لومړی د کورنیو چارو وزیر ویس احمدبرمک خبرې وکړې او د جمهوررئیس له ملاتړه د مننې ترڅنګ یې وویل، امنیتي ارګانونه په ټولو حالاتو کې د وطن او خلکو د دفاع چمتووالی لري.
وروسته د ملي پولیسو ځانګړي قطعې عمومي قومندان پاسوال سیدمحمد روشندل په ټول هېواد کې د خالد په نامه د عملیاتو په چوکاټ کې د یادې قطعې د فعالیتونو راپور ته اشاره وکړه او له دښمن سره یې د مقابلې او د حملو په دفع کې د دې قطعې د اغېزناکتوب یادونه وکړه.
هغه زیاته کړه، پرعراق سفارت،افغانستان امریکایي پوهنتون، د شهید سردارمحمدداوو خان روغتون، د ملي امنیت تعلیمي مرکز، انټرکانټیننټال هوټل د تروریستي بریدونو پرمهال د ملي پولیسو ځانګړې قطعې تروریستي ډلو ته غاښ ماتونکي ځوابونه ورکړي دي.
روشندل وویل، په انټرکانټیننټل هوټل برید یو له هغو پېچلو بریدونو څخه وو چې موږ وتوانېدو په مسلکي مهارتونو د خپلو هېوادوالو ژوند وژغورو او دښمناننابود کړو.
د ملي پولیسو ځانګړې قطعې عمومي قوماندان وویل، موږ د ملي پولیسو ځانګړې قطعې په ظرفیت جوړونې کار کوو، تر څو د ۱۳۹۷ کال لپاره زیات چمتووالی ولرو.
هغه څرګنده کړه، د ملي پولیسو ځانګړې قطعه په سمه لار روانه ده او د اساسي قانون په رڼا کې د هېواد، خلکو او نظام د خدمت لپاره چمتو ده.
روشندل له جمهوررئیس څخه وغوښتل چې د یادې قطعې د سرتېرو د درملنې او معلولینو ته د شغلي فرصونو رامنځته کولو ته پاملرنه وکړي.
جمهوررئیس غني د دوی د خبرو له اورېدو وروسته وویل: د خدای شکر دی چې نن ځانګړي قوا لرو چې د هېوادوالو د ژوند او امنیت ساتنه کوي او د دې قطعې هرسرتېری د یوه اتل په توګه دنده ترسره کوي.
هغه زیاته کړه، تاسو په خپلې زړورتیا او مېړانې، خپل ځانونه قرباني کوئ، ترڅو د نورو ژوند وژغورئ. هره شیبه چې زه احساس کوم چې ځانګړې قوا د پېښې ځایته رسېدلې ده، نو د هیواد په ابادۍ او پرمختګ زما تمرکز لا زیاتېږي.
جمهوررئیس څرګنده کړه، تاسي ملي یووالي، اساسي قانون څخه د ساتنې او ملي حاکمیت ته ژمن یاست او زه ستاسې له والدینو څخه له دې امله چې تاسې یې د ملي پولیسو لیکو ته استولي یاست، مننه کوم.
محمد اشرف غني وویل، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ۱۵ غړي کابل ته راغلل او ویې ویل، افغانستان هوساینې ته رسېږي چې عمده لامل یې د دې هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو سرښندنې دي.
جمهوررئیس څرګنده کړه، د سولې راتګ او د افغانستان لپاره يو باثباته او عادلانه نظام زموږ موخه ده. هغه د کورنيو چارو وزير ته لارښوونه وکړه چې د ملي پوليسو د ځانګړي قطعې د ځواکونو له زحمتونو څخه د تقدیر او قدردانۍ په خاطر، یوه میاشت تشویقي تنخوا په نظر کې ونیسي.
جمهوررئیس غني وویل، د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ترمنځ هیڅ توپیر نشته. هغه زياته کړه، د ملي پوليسو د ځانګړي قطعې د ټپې سرتېرو د درملنې په خاطر له یوه هېواد سره قرارداد د اجرا په حال کې دی.
هغه وویل، ملکي او نظامي ادارو ته لارښوونه کوم چې د معلول سرتېرو استخدام ته لومړیتوب ورکړي، ځکه هغه کسان چې له خطره ډک دغه مسولیتونه یې منلي دي د هر ډول تقدیر وړتیا لري.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس وویل، زه د وسله والو ځواکونو د اعلی سرقومندان په توګه په تاسو هر یو باور لرم. ما پر قوم، لوري او ژبې تکیه نه ده کړی، بلکې په خدای (ج) مې تکیه کړې او پر تاسو باور لرم.
جمهوررئیس څرګنده کړه، زموږ ټولې بریاوې د ملي یووالي محصول او د هېواد د اساسي قانون نظریه ده چې هیڅ افغان له بل افغان څخه زیات او کم نه دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *