افغان پوځ ته څلور نور بلک هاک چورلکې ورکړل شوې

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د ملي دفاع وزارت نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې افغان ملي ځواکونو ته ۴ نورې بلک هاک چورلکې ورکړل شوې.
ددفاع وزارت ویاند دولت وزیری وویل: چي دراغلو الوتکوتجربوي او روزنیزه الوتنې ترسره شوې ،څو ورځوکې به یې دافغان هوايي ځواکو مسؤلینوته وسپاړل شي.
نوموړي زیاته کړه: دافغانستان روان سیاسي وضعیت اووسله والې مبارزې لپاره ترټولو اړین دهوايي ځواک پیاوړي کیدل دي چي په همدې خاطر جګړو کې دچورلکو ګټه اخیستنه بیړنی شوی دی.
یاده دي وې چې یادې چورلکې افغان پوځ ته د دونالد تړمپ اعلان شوي تګلارې وروسته ورکول کیږي چې تګلارې کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پیاوړيتوب تینګار شوې وو.
دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکي وایې دوی ته اوس دمجهزو امکاناتوپه ورکولو سره ډاډ حاصل شوی دی ،ځکه چې امریکايي ځواکونو ویلي وو تر۲۰۲۱کال پورې به ټولې ۱۶۰بلک هاک چورلکې دافغان هوايي ځواک ته وسپارل شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *