افغان پوله ساتو ځواکونو په پاکستان ځوابي بریدونه پیل کړل

comments 0

0 Views

هندوکش – کنړ: د تیرو دوو اونیو راکتي بریدونو کنړ کې سلګونو کورنۍ د خپلو کورونو پریښودلو ته اړ کړي دي چې اوس چارواکو پر پاکستان ځوابي بریدونو امر ورکړې دې.
د کنړ ولایت د امنیې قومندان جنرال جمعه ګل همت خبري رسنیو ته وویل چې ددې هیواد پوله ساتو ځواکونو په پاکستان ځوابي د توپچي بریدونه کړي دي.
د نوموړي په وینا، افغان ځواکونو د پاکستاني ملیشو په مرکزونو د ډي سي او نورو ډولونو توپچي بریدونه کړي چې کیدای شي پاکستاني ملیشو ته يي ځاني زیانونه هم اوښتي وي.
تیره ورځ کنړ کې یوې غونډې پر مهال د کونړ والي هم یاده کړې، چې د افغان ځواکونو لخوا د پاکستان په خاوره د توپچي بریدونو نه وروسته د پاکستان له لورې راکټ بریدونه کم شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکایي جنړال جان نیکلسن هم په پاکستان د افغانستان په خاوره د راکټي بریدونو له امله سخته نیوکه کړې وه.
هغه ویلي وو، چې پاکستان پوځ د افغان په خاوره د بریدونو پر ځای دې د ترهګرو د پټنځایونو په اړه استخبارات ددوې سره شریک کړي .
د یادونې وړ ده چې تردې مخکې هم پاکستان پوځ د کنړ پر خاورې ډیر راکتې بریدونه ترسره کړي چې له امله یې عامه خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه اوښټي دی.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply