افغان پلاوی د قطر خبرو کې یو ځای کیږي

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: ټاکل شوې چې افغان پلاوی هم د قطر له مذاکراتو سره یوځای شي.
ملګرو ملتونو ویلي، افغانستان کې دوامداره سوله هغه وخت شونې ده چې افغانان په خپلو کې سره خبرو ته کیني.
یوناما دې خبرې ته په هغه راپور کې اشاره کړې چې په نیویارک کې یې د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر ته استولی دی.
په کور دننه هم نظریات دا دي چې له بین الافغاني مذاکراتو په شاه کېدل به دغه پروسه لا پېچلې کړي.
وړمه ورځ بیا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند رابرټ پالادینو ویلي، په دوحه کې پر څلورو موضوعاتو، له ترهګرۍ سره پر مبارزې، له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتل، د افغانانو خپل منځي خبرې او اوربند خبرې روانې دي.
خو قطر کې طالب او امریکایي استازو بیا په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.
فکور نعیمی

Share this page to Telegram

Comments