افغان پلاوی اسلام اباد ته ځي

comments 0

10 Views

هندوکش – کابل: د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر د پاکستاني چارواکو په رسمي بلنه نن اسلام آباد ته ځي.
د پاکستان لومړي وزیر د رسمي لیک په ترڅ کې له ولسمشر غني غوښتي چې یو لوړ پوړی افغان امنیتي پلاوی د خبرو لپاره پاکستان ته واستوي.
ولسمشر هم د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حینف اتمر ته لارښوونه کړې، چې اسلام آباد ته سفر وکړي.
د سفر موخه د پاکستان د لوی درستیز په مشرۍ پلاوي سره د کابل ــ اسلام آباد ترمنځ د سولې او پیوستون لپاره د عمل پلان د عملي کولو په موخه د لوړې کچې بحث دی.
کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر د سفر په مهال ژمنه شوې وه، چې کابل ـ اسلام آباد به د اړیکو ښه والي او د همکاریو زیاتېدو لپاره د عمل پلان جوړوي.
دغه اووه ماده ییز پلان وروستی شوی او اوس يې د عملي کېدو لپاره په لوړه کچه بحث کېږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments