افغان پلاوي اسلام اباد کې لیدنې پيل کړي

comments 0

1 Views

هندوکش – کابل: د ولسمشر ځانګړي استازي عمر داودزي د پاکستان د جمعیت علما مشر مولانا فضل الرحمن سره ولیدل.
سولې عالي شورا ویلي چې دواړو خواوو افغان سوله کې د پاکستان د علماوو همکاري مهمه ګنلې او له پاکستاني علماوو یې غوښتي چې دې برخه کې د عملي همکاري وکړي.
لیدنه کې فضل الرحمن ژمنه کړې چې د افغان سولې په به له افغان حکومت سره مرستې کوي.
له دې سره ویل دواړو خواوو د افغانستان او پاکستان د ګډې ناستې جوړولو په تړاو خبرې هم کړې دي.
داوودزي تېره ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي سره هم لیدلي و او د افغان سولې پروسه کې یې د پاکستان همکاري غوښتې وه.
پاکستان بیا ژمنه کړې چې له افغان حکومت سره به مرسته وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments