افغان پریمیر لیګ پيل شو

comments 0

0 Views

هندوکش – شارجه : ټاکل شوې چې د افغانستان کریکټ د غوره لیګ یا ای پي ایل په سیالیو کې نن د کندهار اتلان او د ننګرهار پړانګان سره مخامخ شي.
دا او د کابل ځوانانو او بلخ قهرمانانو سیالۍ به هم نن دواړه په شارجه کې وشي.
د افغانستان د کریکټ د غوره لیګ په سیالیو کې پینځه لوبډلې ګډون لري چې د کابل ځوانان، د بلخ قهرمانان، د ننګرهار پړانګان، د پکتیا زمریان او د کندهار اتلان دي.
د کابل ځوانان لوبډلې کپټاني راشد خان، د بلخ قهرمانانو محمد نبي، د کندهار اتلانو اصغر افغان، د ننګرهار پړانګانو اسټرالیایی ال رونډر بین کټینګ او د پکتیا زمریانو کپټاني محمد شهزاد کوي.
د افغانستان د کریکټ د غوره لیګ سیالۍ به درې اونۍ دوام وکړي.
د دې لړۍ په لومړۍ سیالي کې چې تیره ورځ په شارجه کې وشوه، د کابل ځوانانو لوبډلې په دریو وېکټو د پکتیا زمریانو ته ماته ورکړه.
د کابل ځوانانو کرکټر، لوري ایوانس د تیرې ورځې سیالۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو.
آرش احساس

Share this page to Telegram

Comments