افغان ولس د یو سولییز ژوند لپاره هر ډول مبارزې ته چمتو دی / بریالۍ ویاړ

comments 0

0 Views

د اسلام مقدس دین هغه ټولنیز دین دی چې د انسانانو تر منځ یې په سوله ییز ژوند کلکه سپارښتنه کړی، د انسان وینه یې دومره ارزښتناکه بللي چې په قرآن عظیم الشان کې په وار وار په دې اړوند یادونه شوي، ترڅو یو انسان د بل انسان ویني ته درناوی وکړي خو په خواشیني سره چې زمونږ په ګران هیواد افغانستان کې د څو لسیزو راهیسي د جګړي او ورور وژني دسیسي د پردیو له لوري په لاره اچول شوي او په ترڅ کې زمونږ په لکونو هیوادوال شهیدان او ټپیان شوي دي.
دا یو څرګند حقیقت دی چې افغانان د جګړي او ورور وژني پلویان ندي بلکې نور دي چې د خپلو ناوړو موخو د ترلاسه کولو لپاره یې دغه شومه پدیده( جګړه) پر افغانانو تحمیل کړی او د ناوړو اهدافو د تر لاسه کولو لپاره یې د ځینو خرڅ شوو او ناپوهه کړیو څخه د ځان په ګټه کار اخیستی او دې ته یې مامور کړي تر څو خپل ولس او هیواد دهغوي په لاس د تباهۍ په لور بوځي، خو الحمدالله چې اوس مهال زمونږ ولس ته هر څه روښانه او بربنډ شوي دي او د خپل هیواد او د مظلوم ولس دښمنان یې په ښه توګه پیژندلي، همدا وجه ده چې دهیواد په ګوټ ګوټ کې د خلکو کرکه او نفرت د ترهګرو او د هغوي د بهرنیو ملاتړ کوونکو پر وړاندې لا پسې زور اخلي او په دي هڅه کې دي تر څو د خپلو سیمو نه ترهګر او ولس دښمنان ورک او خپل خلک د هغوي له شر او زیان څخه د تل لپاره وژغوري، دا ځکه چې افغان ولس نور نه غواړي تر څو هیواد او ولس یې یو ځل بیا د جنګ او جګړي قرباني شي.
د افغانستان ملي یووالي حکومت تل د سولې پیغام مخالفینو ته اورولی، خو له بده مرغه چې د افغانستان د حکومت او ولس د سولې غږ ته د وسلوالو لخوا رد ځواب ویل شوي، څرنګه چې د سولې مشورتي جرګي ۳۲۰۰ تنو ګډونوال چې د سولې په موخه سره راټول شوي ول پر حکومت او طالبانو غږ وکړ چې دواړه لورې باید د سولې د خبرو اترو لپاره لومړي اوربند وګړي او په ځانګړی توګه باید د روژې مبارکې میاشتي ته په درنښت سره دې اوربند وکړي، چې حکومت هم د سولې مشورتي جرګي د استازو دغې غوښتني ته په درناوې سره پر وسلوالو طالبانو غږ وکړ چې د ولس غوښتني ته دې لبیک ووايي او د روژې په میاشت کې دې اوربند وکړي. خو له بده مرغه چې طالبانو نه یوازې اوربند ونکړ بلکې په روژه کې د افغانانو وژنه ثواب وباله، حال دا چې د اسلام مقدس دین د یو بې ګناه انسان وژنه د یوې ټولنې د ټولو وګړو له وژني سره پرتله کړی ده.
دا په خپله د دې ښکارندوي کوي چې طالب او ورته نورې ترهګري ډلي تل هڅه کوي تر څو د خلکو د غولولو لپاره خپلو غیر اسلامي او انسانی اعمالو ته اسلامي او دیني جنبه ورکړي، خو له بل لورې ګورو چې د دوي ټول اعمال او کړنې د اسلام او انسانیت خلاف دي او هغه څه تر سره کوي چې په هیڅ دین او ائین کې شتون نلري. چې د دوي جنایتونو ته په کتو سره د هیواد امنیتی او دفاعی ځواکونو لخوا هم د دوي د هر ډول عملیاتو د مخینوي او ځپلو لپاره د هیواد په بیلابیلو ولایتونو او سیمو کې پراخ عملیات په لاره اچول شوي چې په پایله کې یې د هیواد د سولې او ثبات دښمنان له کلکې ماتې سره مخامخ او په سلګونه تنه د دوي وسلوال جنګیالي د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې وژل شوي ، ټپیان او یا هم نیول شوي دي.
نو د ترهګرو ډلو اعمالو ته په کتو سره د افغانستان ځوریدلی ولس هم دې پایلي ته رسیدلي تر څو له خپلو امنیتي ځواکونو سره اوږه په اوږه د هیواد او ولس د سولې اوثبات دښمنانو پر وړاندې د سولې او ثبات د تڼګښت او د دغو انسان وژونکو ډلو د ځپلو په موخه په کلکه مبارزه وکړي.

Share this page to Telegram

Comments