افغان ولس تمه لري چې د دوحي د ناستي پریکړه لیک ته درناوې وشي / نوید احمد څرک

comments 0

0 Views

له اوږدې مودې راهیسي د افغانستان د سولې خبرې اترې په ملي او نړیواله کچه ډیري ګرمي شوي او هڅي روانې دي تر څو د افغانستان څلویښت کلنې جګړي ته د پاي ټکي کیښودل شي، چې په همدې موخه د افغان حکومت لخوا د هیواد د ننه او بهر په وار وار سره ناستي او کنفرانسونه جوړ شول او هاند دا چې د روان کال د ثور په (۹) نیټه د هیواد له ۳۴ ولایتونو څخه د مختلفو اقشار په ګډون د ۳۲۰۰ تنو استازو په ګډون د سولې مشورتي لویه جرګه هم جوړه شوه، تر څو په هیواد کې د یو تلپاتي سولې او ثبات د ټینګښټ په موخه لارې چارې ولټوي، چې د همدغو هلوځلو او د سولې د خبرو اترو په درشل کې چې له یوې اونې راهیسي د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد لخوا له طالبانو سره د اووم پړاو خبري اتري په دوحه کې روانې وي، د هغه په پایله کې بین افغاني خبرو اترو ته زمینه برابره چې د روان کال د چنګاښ میاشتي ۱۶- ۱۷ چې د ۲۰۱۹ کال دجولای د میاشتي له ۷ ـ ۸ نیټي سره سمون درلود د افغانی پلاوي او طالبانو د استازو تر منځ د جرمني او قطر هیوادونو په کوربه توب یوه ناسته تر سره شوه چې د دوو ورځو پرلپسي خبرو اترو په ترڅ کې په هیواد کې د یوې تلپاتي سولې او د افغانانو او په ځانګړي توګه د افغان حکومت او طالبان تر منځ د یوې اعتمادي فضا د رامنځته کیدو په موخه د یو اته ماده یز پریکړه په صادرولو سره پای ته ورسیده.
په یاد پریکړه لیک کې سربیره پردې چې د دواړو لوریو(حکومت او طالبانو)څخه د اوربند غوښتنه شوي او د دواړو خواوو تر منځ د سولې لپاره د اعتماد د فضا رامنځته کیدو په موخه په لانډې مواردو هم ټینکار شوي دی.
ــ دجګړي ښکیل اړخونه دې په خپلو بیانونوکې د یو بل پر وړاندې له جګړه ییزو ادبیاتو څخه کار نه اخلي.
– دهیواد په ټولو سیمو کې د عام المنفعه بنسټونو لکه، د دیني او مذهبي مرکزونو، ښوونځیو، پوهنتونونو، روغتونونو، بازارونو او … د امنیت تضمین.
ــ د ملکي خلکو دعزت،ژونداومال ساتنې ته ژمنتیا،او دملکي تلفات مخنیوي،د ښځوحقوق ته ژمنتیا، پر اسلامی نظام توافق او … .
د یادوونې وړ ده چې په یاد پریکړه لیک کې مو څرنګه چې یادونه وکړه چې ښکیل اړخونه باید په خپلو لیکنو کې له تندو او جګړیزو کلمو استعمال څخه کار وانخلي، خو له بده مرغه له دغه ډول کلمو څخه کار اخیستل د طالبانو له وحشیانه بریدونو څخه ورسته چې قربانیان یې تل ملکی خلک دي استفاده شوي، د عامه، دیني، تعلیمی او … ځایونو د امنیت په اړه باید وویل شي چې طالب مشرانو د مخه هم تل په خپلو اختریزو او ورته نورو پیغامونو کې دغې موضوع ته اشاره کړی خو بیایې په عمل کې له بده مرغه تل د عامه ځایونو په ورانول، سوځولو او حتي له هغو څخه د سنګر په توګه کار اخیستل شوی دی، د خلکو سرومال اوعزت د خوندیتوب په برخه کې باید وویل شي چې ښې او وروستي بیلګي یې په کابل او غزنی ولایتونو کې وروستي بریدونه دي چې اکثراْ قربانیان یې د ښوونځیو ماشومان ول، د ښځو د حقوقو په برخه کې هم د ۱۸ کلونو په ترڅ کې د طالبانو دریخ ولس ته څرګند دی، همدا رنګه د افغانستان حکومت یو اسلامی حکومت دی او اسلامی به وي نو دغو حقایقو ته په کتو سره طالبانو غواړي چې یوازې او یوازې د خلکو اذهان مغشوش کړي او بس.
خو دا چې طالبانو د ۱۸ کلونو په ترڅ کې پر خپلو ژمنو عمل ندې کړی،نو له همدې امله ولس ته یوه نوې موضوع نده،خو ولس بیاهم دا تمه لري چې وروسته له دې طالبان باید د ولسونو د اعتماد لاسته راوړلو لپاره خپلې ژمني عملي کړي او په لومړی سر کې یو سراسری اوربند اعلان تر څو د سولې خبرو اترو لپاره یو ښه زمینه برابره او دغه ټپل شوي جګړه د تل لپاره ختمه او ولس د یو سولییز ژوندانه خاندان شي.

Share this page to Telegram

Comments