افغان ولسمشر په پکتيا کې د مهمو پروژو تر څنګ د برښنا غځيدلی مزی هم پرانیست

comments 0

13 Views

هندوکش ـ ګرديز: د افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن د يو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ پکتيا ته سفر کړی دی او په ياد ولايت کې به څو مهمې پروژې پرانيزي.

له ارگ څخه د خپرې شوې خبرپاڼې پر بنسټ:«د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئیس محمد اشرف غني د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ارغندي-ګردېز د ۲۲۰ کيلوولټه برېښنا د لين، او د ګردېز د ۲۲۰ کيلوولټ سب سټیشن پرانسته وکړه.»
د خبرپاڼې له مخې:«ددغه لېن ټول ظرفيت ۳۰۰ میګاواټه دی او اوسمهال د ګردېز سب سټېشن ته ۳۲ ميګاواټه برېښنا لېږدوي چې په پايله کې يې د پکتيا، لوګر او خوست ۴۰ زره کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې کېږي.»

ياده دې وي چې ولسمشر به په دې سفر کې د پکتيا له مشرانو او ولسونو سره هم په ګڼو برخو خبرې ولري.

باید وویل شي چې په پکتيا کې د مچلغو د بند پرانیسته او د څو نورو مهمو پروژو پيل د حکومت لپاره لومړيتوب بلل شوی دی.

 

Share this page to Telegram

Comments