افغان ولسمشر د کرکټ د بریا مبارکي ویلې

comments 0

19 Views

هندوکش – کابل: افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کرکټ ملي لوبډلې د تیرې شپې بریا ټول ولس ته ویلي.
د ارګ په خبر پاڼه کې راغلي چې ولسمشر همداراز د ۲۰۱۹ کال کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د لار موندلو له امله مبارکي ویلي او ملي لوبډله یې ستایلې ده.
افغان کرکټ ملي لوبډلې تیره شپه ایرلنډ ته په ماتې ورکولو نړیوال دوه زره نولسم جام لوبو ته لار پیدا کړه.
افغان کرکټ ملي لوبډلې د ايرلنډ 210 منډو هدف د 5 لوبغاړو په سوزېدو پوره کړ.
راشد خان د درېو وېکټو په اخېستو او دولت ځدران د 2 وېکټو په اخېستو په توپ اچونه کې ښه وځلېدل.
په توپ وهنه کې شهزاد د 54 منډو سره او ګلبدين نايب د 45 منډو جوړولو سره ښه توپ وهنه وکړه.
دا دوېم ځل دی چې افغانستان په نړيوال جام کې د لوبېدو حق ترلاسه کوي، وړاندې افغانستان په 2015 کال نړیوال پنځوس اوريز جام کې لوبېدلی و.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments