افغان ولسمشر د هالنډ لومړي وزیر سره وکتل

comments 0

0 Views

هندوکش – بروکسل: پرون ماښام د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هالنډ لومړي وزیر مارک رټ سره کتلي ، دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو، د بین الافغاني مذاکراتو له لارې د سولې د پروسې، اوربند، د ترهګرۍ او نشه یي توکو پر ضد د مبارزې په اړه بحث او خبرې وکړې.
په دغه کتنه کې د هالنډ لومړي وزیر وویل، هېواد یې چمتو دی چې د اوبو د مدیریت او حرفوي زده کړو په برخه کې د افغانستان حکومت سره هر ډول همکارۍ وکړي.
په ورته مهال ولسمشر محمد اشرف غني له افغانستان سره د هالنډ د له تېرو ملکي او نظامي همکاریو څخه په مننې له افغانستان سره د اوبو د مهارولو په برخه کې د همکاریو چمتووالي ته د هالنډ د لومړي وزیر قدرداني وکړه.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments