افغان میرمنې او کلتوري محدودیتونه / سپوږمۍ پوپلزۍ

comments 0

0 Views

تاسو به اوریدلي وي چې ځینې وايي په ښځو د دې لپاره تعلیم وکړئ ترڅو ډاکټرانې شي او سبا د نورو ښځو علاج وکړي.

لدې دلیل سره زه کلک مخالف یم، ځکه ښځه هم لکه د نر یو انسان دی او په کوم دلیل چې په هلکانو تعلیم کوئ هماغه د انجونو لپاره هم کافي دی.

په ماشومانو (هلکانو او انجونو) باید تعلیم ددې لپاره وشي چې ښه انسانان شي، خپل او د نورو حقوق وپيژني، خپل حالت درک کړي، یوه موضوع ښه تحلیل کړای شي، په ورځنیو چارو کې هر چا ته احتیاج نه وي، ځان او نورو ته یې ګټه ورسیږي، پخپلو پښو ودریږي او لکه مات لاس د بل غاړې ته ونه غورځیږي، د هیواد په پرمختګ کې خپله برخه مسولیت ادا کړي…

که حقیقت وویل شي نو په سلو کې لس سلنه ښځینه زده کوونکې هم نه ډاکټرانې کیږي او که پوهنتون وايي هم نو تر ډیره نورو پوهنځیو ته ځي.

د یو هیواد د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې د هغه هیواد نیم نفوس (ښځې) هم له نرانو سره اوږه په اوږه په هر مسلک کې کار وکړي.

مونږ ښځو ته د ډاکټري تر څنګ په انجنیري، استادي، زراعت، پولیس، دولت او نورو برخو کې هم ضرورت لرو.

پرته د ښځو له ګډونه په دغو برخو کې هم پرمختګ ناشونی دی.

کله چې د ښځو د حقوقو خبره کیږي یو شمیر وايي چې ښځې او نر په فزیکي لحاظ یو شان نه دي (نر پرې ډیر قوي دی) ځکه نو دوی باید یو ډول حقوق ونلري.

فقط مونږ ښځه او نر په غیږ ورولو، دلته فزیکي زور یا جوړښت مطرح نه دی، که دغسې وي نو ټول نران هم یو ډول فزیکي قدرت نلري، ځینې نران په تنه واړه او په وجود کمزوري دي خو ځینې نور بیا لوړ قدونه لري او په وجود قوي دي.

ولې بیا هم دواړه یو شان انسانان بلل کیږي او دواړه یو ډول حقوق لري، همدغسې ښځې که څه هم د نر په نسبت په وجود کمزورې دي خو بیا هم لکه نران انسانانې دي او له نرانو سره یو شان حقوق باید ولري.

دا حقیقت دی چې د ښځې او نر جوړښت فرق لري او یو شمیر سړي ځینې کارونه کولای شي چې ډیری ښځې خو پریږده ان ډیری نور سړي یې هم نشي کولای، خو همدغسې یو شمیر ښځې چې بیا کوم کارونه کولای شي هغه سړي نشي کولای.

د ښځو د حقوقو غوښتونکو هدف دا دی چې ښځو ته هم لکه نر د یو انسان په حیث وګورئ ځکه ښځې هم لکه نران انسانان دي، افغان ښځو ته به تر ټولو لوی حق همدا وي چې د یو انسان په سترګه ورته وکتل شي نه د مال یا پټي په سترګه.

Share this page to Telegram

Comments