افغان لوبډلې سیریز وګټه

comments 0

26 Views

هندوکش – کابل: افغان کرکټ ملي لوبډلې له ايرلنډ سره د شل اوريزو لوبو لړۍ دوه صفر وګټله.
ټاکل شوې وه چې تېره شپه د سيريز درېمه سيالۍ هم وشي، خو د ورښتونو له کبله ترسره نشوه چې د سيريز پايله دوه/ صفر د افغانستان په بريا پای ته ورسېده.
د سيريز غوره لوبغاړی حضرت الله ځاځی وټاکل شو چې په دوو لوبو کې يې ۱۵۶ منډې کړې وې.
افغان کرکټ لوبډلې له ايرلنډ سره د درې شل اوريزو او درې پنځوس اوريزو لوبو پر کولو هوکړه کړې وه، چې د شل اوريزو لړۍ پای ته ورسېده او د پنځوس اوريزو لوبو لړۍ به د دوشنبې په ورځ پيل شي.
راتلونکې دوشنبه ماسپښين دوه بجې به افغانستان له ايرلنډ سره لومړۍ پنځوس اوريزه لوبه وکړي.
آرش احساس

Share this page to Telegram

Comments