افغان لوبډله نړۍ کې اول شوه

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: افغان کرکټ ملي لوبډلې په ۲۰۱۸ کال کې اووه ۲۰ اوریزې لوبې کړي او اووه واړه ‌يې ګټلې دي.
له دغو بریاوو سره افغان لوبډله د نړۍ د لس غوره لوبډلو ترمنځ یوازینۍ لوبډله ده چې سل سلنه بریا يې خپله کړې ده.
اوس د کرکټ ملي لوبډله په ۲۰ اوریزو سیالیو کې د ټولو لوبډلو په سر کې قرار لري.
د افغان لوبډلې وروسته د پاکستان کرکټ لوبډله په ۸۹ سلنه او هندوستان لوبډله بیا په ۷۷ سلنه بریا مخکې دي.
او د یو بل خبر له مخې د افغانستان د سنوکر ملي لوبډله نن قطر ته روانه شوه.
افغان لوبډله به د مسلکي لوبغاړو لخوا د شپږو بالونو په نوم د لومړي پړاو نړیوال جام سیالیو کې ګډون وکړي.
ویل کېږي دا سیالۍ به سبا چهارشنبه پیل او د جنورۍ میاشتې تر ۱۵مې به دوام وکړي.
آرش احساس

Share this page to Telegram

Comments