افغان لوبډله سکاټلند ته ورسیده

comments 0

1 Views

هندوکش – کابل: د افغانستان کرکټ ملي لوبډله چې د ۲۰۱۹م کال نړیوال جام لپاره له خپل هېواد روانه شوې وه، سکاټلنډ ته رسیدلې.
ملي لوبډله د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام ته چمتووالی نیسي او له دې جام وړاندې به سکاټلند سره سیالۍ ترسره کړي.
ټاکل شوې ملي لوبډله دوه ورځې وروسته د چهارشنبه په ورځ سکاټلند سره تمریناتي سیالي ترسره کړي.
ملي لوبډلې د دې جام لپاره پوره تیاری نیولی او لوبډله کې ځینې بدلونونه هم راغلي چې د لوبډلمشر اصغر افغان پر ځای ګلبدین نایب ټاکل شوی دی.
د افغانستان دوه پياوړي لوبغاړي محمد نبي او راشد خان چې دا مهال ای پي ال کې په لوبو بوخت دي هم تر نړیوال جام له خپلې لوبډلې سره یو ځای شي.
آرش احساس

Share this page to Telegram

Comments