افغان لوبغاړي حسین صفري ته ارګ او ګڼو چارواکو د بریا مبارکۍ ویلي

comments 0

2 Views

هندوکش ــ کابل: د مختلطو رزمي لوبو (MMA) افغان لوبغاړي حسین صفري د فایټ نایټز ګلوبل (Fight Nights Global)سازمان سیالیو کې خپل روسي حریف پیټر برګ مات کړ.
لوبه پرون ( شنبه) مسکو کې وشوه، او صفري له درې پړاوه لوبې وروسته پر خپل سیال بریالی اعلان شو.
د حسین بخش صفري په رسمي ریکارډ کې څلور بریاوې او یو بایلاد شامل دي خو روسي سیال یې درې بریاوې او یو بایلاد لري.
تر دې مخکې هم حسین بخش صفري په کورنیو او سیمه ایزو سیالیو کې د پام وړ بریاوې ترلاسه کړي.
ارګ پر خپله فیسبوک پاڼه د ازادې مبارزې په دې سیالۍ کې د صفري د بریا مبارکي ویلي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments