افغان فسټ بالر حمید حسن هند ته ورسید

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: کرکټ بورد نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې، د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې تېز توپ اچوونکی حمید حسن په هند کې له روان تمریناتي کمپ سره یوځای شوی، چې په راتلونکو نړیوالو لوبو کې د نوموړي د ګډون لپاره ارزونه وکړي.
خبر له مخې او د کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک په وینا، په دغه کمپ کې د حمید حسن د لوبېدو موخه دا ده چې روزونکي مالومه کړي، چې هغه د آیرلنډ پر وړاندې را روانه لړۍ کې لوبېدی شي که نه.
په هند کې تمریناتي کمپ تېره اونۍ په بنګلور ښار کې پیل شوی او ۲۲ ورځې به روان وي.
خو ښاغلی هوتک وایي، چې اوس یې د بېرته لوبیدو امکان شته.
دغه ۲۲ ورځنی تمریناتي کمپ تېره اونۍ د هندوستان په بنګلور ښار کې پیل شوی او موخه یې هم د ایرلنډ پر وړاندې د لوبلړۍ (سېریز) او د روان ۲۰۱۹ کال نړیوال جام یو ورځنیو لوبو لپاره بشپړ چمتووالی دی.
حمید حسن په ټولو ۳۵ شل اوريزو لوبو کې برخه اخیستې او ۵۴ لوبغاړي يې سوځولي دي.
حميد حسن د افغانستان يو تر ټولو تېز توپ اچوونکی دی، چې د انګلستان په کلبونو کې يې هم لوبې کړې او ستايل شوی دی.
افغانستان کرېکټ بورډ حمید حسن د ۲۰۱۰ کال غوره لوبغاړی بللی و او د ۲۰۱۱ کال ۲۰ اووریزو او یوه ورځنیو لوبو لپاره یې کپټان ټاکلی و.
آرش احساس

Share this page to Telegram

Comments