افغان ـ ترک لیسو ته اجازه ورکړل شوه

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د افغانستان د پوهنې او د ترکيې د پوهنې وزارتونو اعلان وکړ چې افغان ترک ښوونځي په رسمي ډول د ترکیې د پوهنې وزارت په چوکاټ کې داخل شول او په افغانستان کې د فعالیت اجازه لري.
د پوهنې وزارت سرپرست ابراهیم شینواري وايي، د افغانستان د ملي ګټو لپاره یې دا پریکړه کړې او ترکیې ژمنه کړې چې هېواد کې به د افغان ترک لېسو شمېر ۲۸ او د زده کوونکو شمېر ۲۸ زرو ته پورته کوي.
د ترکیې د پوهنې وزیر وايي، افغانستان سره د زده کړو په برخه کې خپلې مرستې زیاتوي او هېڅوک دې د کابل ــ انقرې د اړیکو خرابېدو هڅې نه کوي.
اوس به د افغان ـ ترک په لیسو کې د زده کوونکو لپاره شل سلنه تخفیف هم رامنځ ته شي او هغه بریالي زده کوونکي چې تکړه وي په ترکیه کې به د لوړو زده کړو بورسونه ورته برابریږي.
سپوژمی پوپلزی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *