افغان سیاستوالو او طالبانو ترمنځ په دوحې کې غونډه پیل شوه

comments 0

2537 Views

هندوکش – کابل: د رسنیو د راپورونو له مخې نن سهار لس بجې په دوحه کې د طالبانو او افغان سیاسیونو ترمنځ بین الافغاني غونډه پیل شوې ده او په دې غونډه کې به پر افغان سوله خبرې کېږي.
ددغه غونډې ګډونوال ډاکټر انورالحق احدي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، دا بین الافغاني ډیالوګ دی او دواړه لوري به خپل نظریات شریکوي.
په دې غونډه کې د شېر عباس ستانکزي په مشرۍ اوولس کسیز طالب پلاوی هم ګډون لري. دغه غونډه د المان او قطر په ګډه هڅه جوړه شوې ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments