افغان سولې په مسله امریکا و پاکستان سره خبرې کړي

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان: پاکستاني ورځپاڼې لیکي چې، د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي دواړ لورو په افغانستان د روغې جوړې په عمل خبرې کړي او په سیمه کې يې د تلپاتې سولې لپاره په ګډه د کار کولو په اړه څرګندونې کړې دي.
په دې خبرو کې قریشي د سوله ييز افغانستان په ارزښت ټينګار کړی، چې د سيمې د امنيت لپاره اړين دی.
هغه د افغانانو ترمنځ د خبرو د ملاتړ او په دغه لړ کې د مثبت رول ترسره کولو لپاره د پاکستان د کلکې ارادې ژمنه کړې ده.
قریشي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې او پېوستون د عمل پلان ارزښت وړاندې کولو په اړه ویلي، چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پياوړتيا يو ښه ګام دی.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير د خپل امریکايي سيال سره په خبرو کې ويلي هېواد يې له ګاونډيانو سره سولې ته اهميت ورکوي او د خبرو اترو له لارې د ټولو شخړو هوارولو اراده لري.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments