افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي له طالبانو د اورکم غوښتنه کړې

comments 0

57 Views

هندوکش – کابل: د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي له طالبانو یې په کلکه غوښتي چې تاوتریخوالی کم او ددایمي اوربند لپاره زمینه برابره کړي.
نوموړي په ټوېټ پیغامونو کې ویلي د طالبانو له سیاسي مشرانو او ملا برادر سره یې درې مهم او رغنیز بحثونه لرلي دي.
دده په وینا له طالبانو یې غوښتي چې د سولې هوکړې ته دې ژمن پاتې شي، بین الافغاني خبرې دې پيل کړي تاوتریخوالی دې کم کړي او ورو ورو دې دایمي اوربند ته لارپرانیزي.
نوموړي ویلي د امریکا هوکړه له دې سره تړلې چې طالبان باید د ترهګرۍ پر وړاندې اقدام وکړي، تاوتریخوالی کم کړي او بین الافغاني خبرې پيل کړي.
هغه زیاته کړې له دواړو لورو غواړي چې ژر تر ژره تاوتریخوالی کم کړي ځکه د روانې جګړې زیان یوازې عامو افغانانو ته اوړي.
خلیلزاد ویلي طالبانو هوکړې ته پر خپله ژمنتیا ټینګار کړی دی او ویلي یې دي چې وروستي مسایل به له خپلو مشرانو سره شریک کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments