افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازې پر بین الافغانی خبرو نیوکه وکړه

comments 0

5926 Views

هندوکش – کابل: د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځاګړی استازی وایي سره له دې چې د سولې د مذاکراتو په برخه کې لومړني کارونه شوي او د اهمیت وړ دي، خو د بین الافغاني مذاکراتو لپاره تر اوسه پورې جدي ګامونه نه دي اوچت شوي.

زلمي خلیلزاد چې د ویډیو کنفرانس له لارې یې افغان ځوانانو ته وینا کوله، ویلي افغانان باید د کلونو لاس ته راوړنې وساتي او په خبره یې امریکا داسې سوله غواړي چې افغانستان کې د ثبات سبب شي، د افغانستان حکومت پیاوړی کړي، د کلونو لاس ته راوړنې وساتي او د ځوان نسل اندېښنې رفع کړي.

هغه پر ځوانانو هم غږ کړی چې د سولې په برخه کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي. خلیلزاد ویلي چې دا ځل به د بین الافغاني مذاکراتو لپاره جدي او کوټلي ګامونه اوچتوي.

دده په وینا د سرتېرو دایستلو، د چا پر ضد د افغان خاورې د نه کارولو، د اوربند او بین الافغاني مذاکراتو په اړه لومړنۍ خبرې شوې دي خو هڅه کوي چې دغه خبرې مهمو او اغېزناکو پړاوونو ته د ننه شې چې پایلې یې ټولو ته دمنلو وړ وي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments