افغان سولې لپاره د امریکا استازی پاکستان ته ورسید

comments 0

0 Views

هندوکش : کابل: پاکستاني رسنیو نه په خبرونو کې راغلي چې زلمې خلیل زاد د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی نن سې شنبه د ډیسمبر په ۴مه پاکستان ته ورسېد.
زلمي خلیلزاد د روان میلادي کال د سپټمبر میاشتې په وروستیو کې په دې ماموریت وګومارل شو.
له هغه راهیسې دا پاکستان ته د خلیلزاد دوهم رسمي سفر دی.
د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائیه ریاست خوشبیني څرګنده کړې چې په دې سفر کې به د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو د پېل لپاره د خلیلزاد هڅې څرګندې پایلې ولري.
وسله والو طالبانو د افغانستان له حکومت سره خبرې رد کړي او په مکرر ډول یې ویلي چې یوازې له امریکا سره خبرو ته تیار دي.
خلیلزاد به کابل او دوحې ته هم ولاړ شي او د افغانستان د حکومت او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره به وګوري.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments