افغان سوله د سیمې هېوادونو سرټکی

comments 0

10 Views

هندوکش – هندوستان: ازبکستان او هندوستان زړه ښه کړی چې د افغان سولې لپاره په ګډه همکاري وکړي.
تیره ورځ په هندوستان کې د یوه کنفرانس په مهال نریندرا مودي ویلي، دواړه هېوادونه به په ګډه د باثباته او سوکاله افغانستان لپاره همکاري کوي.
د ازبکستان ولسمشر شوکت ميرضيايف چې په يوه رسمي سفر هندوستان ته تللى، په دغه کنفرانس کې یې ويلي، نظر یې دا دی چې د افغانستان شخړه له پوځي لار نه حلېږي، بلکې یوازینۍ لاره سوله ده چې د افغان حکومت او مخالف لوري ترمنځ سياسي مذاکرات پیل شي.
تر دې وړاندې د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير عبدالعزيز کاملوف کابل ته د یوه سفر پر مهال ويلي و، ازبکستان حاضر دى، د افغانستان د سولې په ټينګښت کې اغیزمن رول ولوبوي.
د سولې عالي شورا، د افغان سولې بهیر کې د ازبکستان او هندوستان له وروستي اعلان هرکلى کړی.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments