افغان سندرغاړی درمحمد کشمي له ورپېښې ناروغۍ ومړ

comments 0

32 Views

هندوکش ـ بدخشان: د بدخشان سیمه ییزو چارواکو ویلي، ۸۰ کلن درمحمد کشمي د تخار ولایت په یوه روغتون کې مړ شوی دی.
هنرمندانو او حکومتي چارواکو څرګنده کړې، چې ارواښاد درمحمد کشمي د عمر دېره برخه ولسي ټنګ ټکور ته د ودې ورکولو او بنسټیز کولو لپاره تېر کړی دی.
ارواښاد کشمي پدې برخه کې ډېر زده کوونکي روزلي او ښې ډېرې سندرې ترې پاتې شوې دي.
درمحمد کشمي پر سندرو ویلو سربېره د ټنګ ټکور د آلو لکه غېجک، بېنجو او دوتار وهلو کې هم ځانګړې وړتیا لرله.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments