افغان حکومت له پاکستانه د ملا محمد رسول د خوشې کیدو غوښتنه کړې

comments 0

6 Views

هندوکش – کابل: ملامحمد رسول چې د طالبانو له غورځنګ نه بغاوت کړی ملګري یې د هیواد په لویدیځ فرا ولایت کې وخت نا وخت تر سترګو کیږي.
د نوموړي د بغاوت نه په لږ واټن د سرچينو په وینا د پاکستان استغبارتي اداری اي ، اس ، اي بندي کړ.
که څه هم د هغه د بندې کیدو پخلی د ده د ملګرو له لوري په رسمي ډول نه دی شوی خو خبریال ډاټ کام ته باوري سرچینو ویلي هغه د پاکستان په زندا کې دی، او اوس فغان حکومت د نوموړي له زندانه د خلاصون هڅه پیل کړي.
د افغانسان د ملي امنیت یو لوړ پوړي چاروا کې د نوم نه ښودولو په شرط خبریال ویپاڼي ته وویل چې په راتلونکو څو ورځو کې به د افغانستان د سولې عالی شوارا ځینې غړي په همدې تړو د هغه د ځینو پلویان سره وګوري
د ملامحمد رسول اخوند د روغتيا او ژوند په تړو دقیق معلومات نشته، خو د دوی د ملګرو چارې تر دیره بریده رسنیزي ، او ملاعبدالمنان نیازی یې پرمخ وړي.
د ملامحمد رسول پرملګر تر ډیره تور پوري کيږي چې دوی د افغان حکومت ملاتړي او له وسله والو طالبانو سره ښکر په ښکر دی.
تر اوسه پورې د دی خبر رسمي پخلی نه دی شوی، موږ هڅه وکړه چې په پاکستان کې د ملا محمد رسول آخوند د زنداني کیدو په تړو د ده د ملګرو رسمي غبرګون ترلاسه کړو خو ونه توانیدو.
سپوږمۍ پوپلزۍ
سرچینه: خبریال

Share this page to Telegram

Comments