طالبان او د دوی شونې شوې ماتې!قریب الرحمن المدني

comments 0

0 Views

په ننګرهار کې د تورې بوړې سيمه طالبانو ته ان له ۲۰۰۱ کال را هيسې مهمه وه خو دا چې په ډير لږ وخت کې داعشي تکفيریانو ته لاس ته ورغله او ددې داعش ملاتړ د طالبانو د بادار( پاکستان) ملیشو کاوو نو اوس يي بايد درک کړو چې نور د طالب سپين بیرغ په تور عوض شوی او د امارت پرونۍ سندره به د خلافت او وحشت ننۍ سندره وي. په توره بوړه کې له داعشیانو د پاکستاني مليشو ملاتړ هم نوې خبره نه ده ځکه اوس د معاويه ازبکستاني نومي کس هغه انديښنه چې ويلي يي وو چې د دوی نوی مشر اسلم فاروقي د آی اس آی له لوري ټاکل شوی دی بیخي رښتيا شوه.
په توره بوړه کې داعش کوښښ کوي د القاعدې پيښې وکړي يانې هلته پټ پاتې شي، روزنیز مراکز يي فعال وي، پاکستان ته يي تګ راتګ ډير وي او هغو لیونيانو ته چې له نورو هیوادونو افغانستان ته راځي په خيالي ډول د خونديتوب ډاډ ورکړي خو دوی دا هیره کړې چې که له هوا الوتکې دي له ځمکې يي افغان سرتيري په ډير جديت سره څاري.
داعش په افغانستان کې منو چې په وروستیو ورځو کې په ځينو سيمو کې مخکې تلی دی ولې دا هم مه هیروۍ چې په افغانستان څه چې د نړۍ په هيڅ ګوټ کې حتی ډير پياوړي هیوادونه هم په زوره سيمې نه شي نیولی او نه ولسونه يل کولای شي.
په افغانستان کې ولس ته ستره معضله طالبان دي خو کله چې په تدريجي ډول دا پروژه پر داعش واوړي تاسو به شاهدان و اوسی چې ولس به يي له حکومت پرته هم په يوه ورځ يا يوه اونۍ کې په ټول افغانستان کې ګیلم ور ټول کړي.
د وحشتونو پيل طالب کړی دی او دا به د هر افغان ياد وي چې طالبانو به خلک د کامرې مخې ته حلالول، په ژونديني به يي يو کس ځوراوو او په راکټونو به يي ويشته خو اوس چې داعش هرڅه کوي او هر جبر يي روان کړی دی بیا هم ددې کار لامل طالب دی.
په افغانستان کې داعشي جوړښت نه اسلامي دی نه افغاني بس د کوزې پښتونخواه ځينې لنډه غر او غولول شوي ځوانان آی اس ای او پاکستاني پوځ رامخې ته کړي دي او په افغانستان کې وحشتونه پرې کوي خو یوې باریکۍ ته ولس لا هم نه دی ځير او هغه دا چې پاکستان کوښښ کوي په کوزو پښتنو په افغانستان کې د وحشت په لړکې دا قومي او نژادي مينه اويو والی له منځه يوسي خو افغان ولس بايد ډير محتاط وي ځکه که موږ فکر وکړوچې کوزني پښتانه له موږ سره جبر کوي داسې نه ده بلکه کوزني خواران په ډير مهارت سره پاکستان برمته کړي دي.
په کوټه کې له يو مظلوم پښتانه څخه د ښځو کښته کول، وهل، بې عزته کول، ښکنځل او بيا د پنجابي پوځ له لوري نامعلوم لوري ته بیول يي هغه مورد وو چې تیره اونۍ په ټولنیزو پاڼو کې ډير کښته پورته شو نو اوس باید دا تحلیل کړی هغه قوم چې په يوه خطه کې د خپلې ژبې، کلتور د ساتنې حق ونلري، په لويه لار کې ښځې تر پنجابی پوځ کښته کړي نو څه فکر کوئ د استخباراتي پروژو لپاره به وسيله نشي؟
پاکستان په ډير مهارت بلوڅان، سينديان او پښتانه د محرومیت داسې کندې ته ور ټيل وهلي دي چې زرګونو بلوڅان يي وژلي خو کورنۍ يي لاهم په تمه دي، په پښتون ميشتو سيمو کې مذهبي افراطيت نور د وحشت وروستي سرحدونه ماتوي خو ولسونه لا هم چوپ دي او په سیند کې محرومیت دومره ډير دی چې حتی خلک په لویو لارو کې مري ولې بیا هم ملتونه چوپ دي خو برعکس په پنجاب کې ولس په ارام دی، سياست پنجاب کوي، د پوځ او استخباراتو مرکز هلته دي، سوداګری هلته ده او ان له هند سره خرابې اړيکې په پنجاب کې ددوستۍ اړيکې دي او د واګې بندر له لارې هره ورځ زرګونو هندوان پنجاب ته راځي او لکونو پنجابيان هند ته ځي.
د افراطيت ښکار ملتونه، افغان ولس، بلوڅان، کوزني پښتانه او سیاسي محروم سنديان باید له بنګله ديش څخه زده کړه وکړي او د شرارت ددې محور د تباهۍ او تجزيي لپاره موخه ایزه قرباني ورکړي، هسې هم طالب، داعش، او… دا ولسونه وژني، پوځ هم له ځمکې او هوا پسې را اخيستې خو که يو وارې د ازادۍ په خاطر باچاخاني نعره او د اکبر بوکټي په څير مبارزه عمل ته شي نو ژغورل ترې سخت نه دي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *