افغان حکومت د مارچ په ۳۱مه ۱۰۰ طالبان خوشې کوي

comments 0

1 Views

هندوکش ــ کابل: افغان حکومت وايي دوی د طالبانو سره سلا شوي چې بنديان يې ورپريږدي او د ولسمشر تر تاييد او طالبانو سره د نورو خبرو وروسته به سل کسان د مارچ په يودېرشمه خوشي کړي.
د افغانستان د ملي امنيت شورا ویاند، جاويد فېصل وويل چې دا کسان به د هغوی د عمر او کورونا وایرس اخیستو ته په کتو سره پدې شرط خوشي کول پېل شي چې طالبان ورته ضمانت ورکړي چې دا وسله وال به د جنګ مېدان ته نه ورګرځي.
د طالبانو قطر دفتر هم ويلي چې افغان حکومت ورسره د بندیانو په خوشي کولو سلا شوی دی. په قطر کې د طالبانو د دفتر وياند سهېل شاهين پر ټويټر ليکلي چې دواړه خواوې پر انټرنيټ د ويډيو لينک له لارې د څلورو ساعتو خبرو وروسته دې نتيجې ته ورسېدل. هغه همداراز زياته کړې چې د طالبانو يو پلاوی به د باګرام بنديخانې ته لېږي چې هلته د بنديانو په پېژندګلوۍ کې مرسته وکړي.
په کابل کې د امریکې سفارت د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د بندیانو په اړه شوی پرمختګ ستایلی دی. سفارت پر ټويټر ليکلي چې امريکا د اوږدمهالې سولې لپاره د دواړو خواوو د هڅو ملاتړ کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments