افغان حکومت د سعودي کنفرانس ته زیاته تمه لري

comments 0

3 Views

هندوکش – کابل: افغان حکومت تمه لري، چې په دې فشار سره به وکولای شي طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.
ویل کېږي سبا ته به په جده ښار کې د شاوخوا ٥٧ هیوادونو استازي، پرانیستونکې غونډه ولري او بیا به چهارشنبه د ٣٧ ملکونو استازي په مکه مکرمه کې دویمه غونډه وکړي.
د سولې عالي شورا، طالبانو ته هم بلنه ورکړې چې په دې غونډه کې گډون وکړي.
په سعودي عرب کې د اسلامي هیوادونو له غونډې یوه ورځ وروسته به د بلجیم په بروکسل ښار کې د ناټو سازمان د مشرانو غونډه جوړه شي چې په هغې کې به هم د افغانستان په اړه خبرې کیږي.
افغان چارواکي وایي چې د ناټو په غونډه کې به نړېوال، د سولې برخه کې د افغان حکومت د هلو ځلو ملاتړ وکړي، او ورسره جوخت به د افغان ځواکونو پر پیاوړتيا هم خبرې وشي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments