افغان او ایرلنډ کرېکټ لوبډلې به درې شل اوریزې لوبې کوي

comments 0

5 Views

هندوکش ـــ کابل: د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې افغان او آیرلندۍ کرکټ ملي لوبډلې به، د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې د درېیو شل اوریزو لوبو د لړۍ ترسره کولو لپاره د سیالیو ډګر ته ووځي.
د کرکټ بورډ ویاند محمدفرید هوتک وویل، چې دا لوبې د مارچ په شپږمه، اتمه او لسمه نېټه په هندوستان کې کېږي.
ښاغلي هوتک دغه راز وویل، چې د ملي لوبډلې ترڅنګ به افغان الف لوبډله هم له خپلې سریلانکايي او بنګله‌دیشي سیالو لوبډلو سره د څلور ورځنیو او پنځوس اوریزو لوبو لړۍ ترسره کړي.
د کرکټ بورډ د ویاند پر وینا، د افغانستان او سریلانکا الف لوبډلې به د ۲۰۲۰ کال د مې له اتمې څخه د جون تر لومړۍ نېټې پورې د دوو څلور ورځنیو او د درېیو پنځوس اوریزو لوبو لړۍ د ترسره کولو لپاره سره مخامخ شي.
د کرکټ لوبو دا لړۍ د سریلانکا په کوربه‌توب په سریلانکا کې ترسره کېږي.
ښاغلي هوتک همداشان وویل، چې د افغانستان الف لوبډله به د روان میلادي کال د سپتمبر له اومې څخه د اکتوبر تر شپږمې پورې د بنګله‌دیش له الف لوبډلې سره د دوو څلور ورځنیو او پنځو پنځوس اوریزو لوبو لړۍ ترسره کړي.
د دغو لوبو کوربه‌توب افغانستان کوي او ټاکل شوې چې د هندوستان د ګریټر نویډا آیالت په کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments