افغان امن کنفرانس او بحثونه / بریالی ویاړ

comments 0

0 Views

افغان امن کنفرانس چې د کوزې پښتونخوا څخه هم سیاستوالو پکې برخه اخیستې وه، په دې بحث وشو چې څنګه کیدلی شي لر او بر افغانان د جګړې د پای او سولې ته د رسیدو لپاره هڅې همغږي کړي.
د کوزې پښتونخوا سیاستوالو د لر او بر دښمن یو یاد کړ او اندیښنه یې وښوده چې دا دښمن د افغانانو له بې اتفاقۍ ګټه اخلي او لر او بر یې د جګړې په اور کې ودرولي دي، داسې اور چې ورور یې له ورور سره په جنګ اچولی دی.
د دې کنفرانس هدف دا دی چې بحثونه په یو محور راټول او یوه حل لار پيدا شي چې افغانان سولې ته ورسیږی، په دې غونډه کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت ژمنه وکړه چې د دې بحثونو پایله به له ولسمشر غني سره شریکوي او د یوې کړنلارې په توګه بې یې عملي کوي.
کوزو پښتنو سیاستوالو ټینګار وکړ چې باید د جګړې د غندنې پروړاندې دې غږ یو شي او لکه څنګه چې پښتون غورځنګ راپورته شوی او د خپلو خلکو حساب غواړي داسې دې افغانان هم له خپل دښمن سره حساب وکړي.
کنفرانس ویناوالو دغه راز ټینګار کړی چې د جګړې قربانیان افغانان دي، باید د سولې مهم اړخ هم افغانان وي او نباید داسې هېوادونو او کړیو ته اجازه ورکړل شي چې افغانان یوې بلې جګړې ته داخل کړي او د افغانانو په برخلیک باندې نور خلک او یا هېوادونه پریکړه وکړی.
په دې کنفرانس کې د ملي امنیت د مخکیني رییس امرالله صالح وینا د پام وړ وه چې د سولې په بدل کې یې د پاکستان له ۱۱ شرطونو پرده پورته کړه چې له افغان حکومت یې غوښتی و چې که دا شرطونه ومني طالبان به له جګړې را وګرځي.
۲۰۱۱م می میاشت کې د اسامه بن لادن له وژل کیدو وروسته پاکستان افغانستان ته وړانديز وشو، دا وړاندیز پرته له کوم لاسلیک افغان حکومت ته ورکول شو او لیکل شوي و چې که دا ۱۱ شرطونه ومنل شي، طالبان جګړه ختموي او سوله کوي.
دا پټ شرطونه څه وه؟
دا شرطونه په خپل ځای پاتې دي، که دا د ذلت شرطونه ومنو سبا هم سوله راتللی شي.
لومړی: پاکستان ویل، تاسو باید هیڅکله دیورند کرښه و نه وایي سرحد وواي، د دې سرخد د امن لپاره باید ګډ کمېسیون جوړ شي.
دویم: د اوبو په سر باید د پاکستان او افغانستان ترمنځ کومه شخړه نه وي، دواړه هېوادونه باید یوه هوکړه لاسلیک کړي چې کومه شخړه رامنځ ته نه شي، دا یو څه معقول شرط و.
دریم شرط: د افغانستان د پوځ او امنیت دیرش سلنه روزنه باید پاکستان کې وګوري.
څلورم شرط: پاکستان باید منځنی اسیا ته پرته له قید شرط لاس رسی ولري.
پنځم: افغان حکومت باید ستراتيژیک تړونونه له لویدیځ هېوادونو سره لغوه کړي.
شپږم: د افغانستان د کانونو او زیرمو کیندنه باید پاکستان، چین او افغانستان ونډه ولري او د انحصار حق ولري، نورو شرکتونو ته باید اجازه نه وي چې افغانستان کې کانونه استخراج کړي.
اووم: د پاکستان او افغانستان د استخباراتو ترمنځ باید اړیکې جوړې شي، یا په بل عبارت د افغانستان استخبارات دې د ای ایس ای یوه څانګه وګرځي.
اتم شرط: که چیرې تاسو خپل ستراتيژیک تړون له لویدیځو هېوادونو سره لغوه کوئ او که تشه رامنځ ته کیږي نو ژمنه کوو چې چین ، پاکستان او افغانستان به یو ستراتيژیک هوکړه رامنځ ته کړو، که امریکایان وځي، نو ستونزه به پآکستان او چین حل کوی.
نهم شرط: هندوستان کونسلګرۍ چې ولایتونو کې دي، باید وویستل شي او هندي شرکتونو ته باید اجازه ور نه کړل شي، چې افغانستان کې پانګونه وکړي.
لسم شرط: هغه کسان ، شخصیتونه، میډیا او نور چې پاکستان ضد خبرې کوي، باید چوپ شي، که نه چوپ کیږي باید وتړل شي.
یوولسم: ډیورنډ کرښه هاخوا خپلې اړیکې پښتنو مشرانو سره پرې کړي، که افغان حکومت غواړي پښتنو مشرانو ته بلنه ورکړي چې پښتانه مشران افغانستان ته راشي، باید پاکستان حکومت څخه اجازه واخلي، موږ به هم همداسې کوو، هڅه دې وشي چې پښتانه سره بیل شي، کوز پښتانه خپله سیاسي قبله اسلام اباد ومني او د نورو پښتنو قبله باید کابل وي.
دا یوولس غوښتنې وې، که دا غوښتنې ومنل شي، افغانستان شاتګ ته ځي، هغه پټ جنګ کې چې موږ یې قرباني ورکوو، هغه دا یوولس مسایل دی، افغانان به هیڅکله دا ذلیل شرطونه و نه مني.
نه موږ اټومي وسلې لرو، نه پياوړی اقتصاد لرو، خو یو پیاوړی هویت او بیرغ لرو چې زموږ هویت یې ساتلی، خو پاکستان غواړي دا دواړه له موږ واخلي.
طالبان ولې غواړي د ملا فضل الرحمن بیرغ په موږ تحمیل کړی، زموږ بیرغ کې څه کم دي چې تاسو یې پروړاندې جنګ کوئ.
طالبان د افغانستان لپاره نه جنګیږې، د طالبانو د جګړې لامل دا یولس ذلیله شرطونه دي.

Share this page to Telegram

Comments