افغان امنیتي ځواکونو ۲۳ تنه ترهګر له منځه وړي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – چین : د افغان امنیتي ځواکونو په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې د دولت مخالفۍ ډلې ۲۳ تنه وژلي دي.
چاینا اورګ نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویلي دي: «افغان امنیتي ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتو کې ځانګړي عملیات په لاره اچولي چې له امله یې ۲۳ تنه وسله وال وژل شوي دي».
دغه عملیات چې فاریاب، بدخشان، کندز او هلمند کې په لاره اچول شوي ول ۹ تنه وسله وال تپي او دوه تنه نور نیول شوي دي.
خبر کې د افغان امنیتي ځواکونو تلفاتو په اړه څه نه ډي ویل شوي خو ویب پاڼه لیکې چې دغو ځانګرو عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو لاس ته یو شمیړ درنې او سپکې وسلې هم راغلي دي.
طالب واسله والې ډلې لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سپوژمې پوپلزې

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *