افغان امنیتي ځواکونو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده

comments 0

0 Views

هندوکش – پکتیا: د پکتیا ولایت حکومتي سرچینې وایي چې د افغان امنیتي ځواکونو په هوایي او ځمکني بریدونو کې د طالب وسله والې ډلې 55 کسان وژل شوي دي.
د چارواکو په وینا، جګړه تېره شپه د پکتیا ولایت د احمد آبا ولسوالۍ د سپرې او بر مچلغو په سیمو کې رامنځ ته شوې.
سرچینې زیاتوي چې وسله والو طالبانو په یاده سیمه کې د مچلغو پر بند بریدونه کړي او د هغو د وسایلو د لېږدولو په حال کې و، چې هوايي برید پرې وشو.
رسنیو ته په خبرو کې د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت وویل، چې پر بند برید نه دی شوی خو په همدې سیمه بر مچلغو او سپرې سیمو کې طالبانو پر امنیتي پوستو ډلیز بریدونه کړي وو.
نوموړي زیاته کړه، چې طالبانو د شپې ۱۲ بجې په یاده سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل، چې د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ او درنه مرګ ژوبله ورته اوښتې ده.
د هغه په وینا د طالبانو په برید کې ۴ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي، خو پر همدې مهال هوايي ځواکونو په دواړو سیمو کې طالبان په نښه کړي دي.
عبدالله حسرت زیاتوي، چې د هوايي بریدونو په ترڅ کې د لوړ پوړو قوماندانانو په ګډون ۵۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments