افغان امنیتي ځواکونه د خپل ولس پراخ ملاتړ له ځانه سره لري / سپوږمۍ پوپلزۍ

comments 0

0 Views

د سولې او ثبات دښمنانو(طالبانو او …) د ځینو بهرنیو کړیو او ډلو په ځانګړی ټوګه د پاکستان د استخباراتی سازمان( ای اس ای) په ملاتړ د نوي کال په پیلیدو سره یو ځل بیا د الفتح تر نامه لاندې د خپلو پسرلنیو عملیاتو په اعلانولو سره زمونږ د مظلومو او بی ګناه هیوادوالو پر وړاندې وحشت، دهشت او عام وژنه پیل کړه، حال دا چې د سولې مشورتي جرګي ۳۲۰۰ تنو ګډونوال چې د سولې په موخه سره راټول شوي ول پر حکومت او طالبانو غږ وکړ چې د روژې مبارکې میاشتي ته په درنښت سره دې اوربند وکړي، چې حکومت هم د سولې مشورتي جرګي د استازو دغې غوښتني ته په درناوې سره پر وسلوالو طالبانو غږ وکړ چې د ولس غوښتني ته دې لبیک ووايۍ او د روژې په میاشت کې دې اوربند وکړي. خو له بده مرغه چې طالبانو نه یوازې اوربند ونکړ بلکې په روژه کې د افغانانو وژنه ثواب وباله، حال دا چې د اسلام مقدس دین د یو بې ګناه انسان وژنه د یوې ټولنې د ټولو وګړو له وژني سره پرتله کړی ده.
دا په خپله د دې ښکارندوي کوي چې طالب او ورته نورې ترهګري ډلي تل هڅه کوي تر څو د خلکو د غولولو لپاره خپلو غیر اسلامي او انسانی اعمالو ته اسلامي او دیني جنبه ورکړي، خو له بل لورې ګورو چې د دوي ټول اعمال او کړنې د اسلام او انسانیت خلاف دي او هغه څه تر سره کوي چې په هیڅ دین او ائین کې شتون نلري. چې د دوي جنایتونو ته په کتو سره د هیواد امنیتی او دفاعی ځواکونو لخوا هم د دوي د هر ډول عملیاتو د مخینوي او ځپلو لپاره د هیواد په بیلابیلو ولایتونو او سیمو کې پراخ عملیات په لاره اچول شوي چې په پایله کې یې د هیواد د سولې او ثبات دښمنان له کلکې ماتې سره مخامخ او په سلګونه تنه د دوي وسلوال جنګیالي د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې وژل شوي او په لسګونو تنه نور یې ټپیان او نیول شوي دي.
د دغو ترهګرو ډلو جنایتکارو کړنو ته په کتو سره چې دوي هیڅ ډول اسلامي او انساني اصول او ارزښتونو ته درناوې ندې کړي او نه یې هم لري، ځکه هغوي د ماشومانو او تور سرو په ګډون زمونږ مظلوم هیوادوال په ډیري بیرحمی سره وژني، پر جوماتونو، روغتیایی مراکز، عامه ځایونو بریدونه کوي، ماشومان مو د ښوونې او روزنې له نعمت څخه بې برخي کوي، پل او پلچک مو را ویجاړوي او حتي د روژې په دغې مبارکه میاشت کې هم زمونږ مظلومې او کړیدلي کورنې د خپلو عزیزانو په ویر کې کښینولي ، نو له همدې امله د افغانستان ولس نور د دوي له دغو غیراسلامی، غیرانسانی او ناوړو کړنو څخه کرکه لري او په ټنګ شوي او د دوي پر وړاندې د خپلو امنیتي ځواکونو سره په ګډه او یو غږ د دغو ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزه کوي، ځکه چې دوي تل د افغانستان ولس د سولې غږ ته رد ځواب ورکړی او د اسلامي ارزښتونو خلاف عمل تر سره کوي، څرنګه چې الله تعالی د انسان وژنه حرامه ګرځولی خو دوي خلک وژني، خلک یې آبادې او پراختیا ته رابللی خو دوي هر څه ویجاړوي او له منځه یې وړي، خلک یې د ښوونې او رونې زده کړی ته رابللی خو دوي زمونږ د ماشومانو پر مخ د ښوونځيو دروازې بندوي، خلک یې سولې ته رابللي خو دوي جګړه کوي او د انسانو په وینو تویدو ټینګار کوي او د خپلو بهرنیو بادارانو په اشاره او لارښوونه به نبښوونکو جنایتونو لاس پوری کوي چې هیڅ دین او ائین کې سارې نلري.
نو د دغو جنایتکارو او ترهګرو ډلو اعمالو ته په کتو سره د افغانستان ځوریدلی ولس هم دې پایلي ته رسیدلي تر څو له خپلو امنیتي ځواکونو سره اوږه په اوږه د هیواد او ولس د سولې اوثبات دښمنانو پر وړاندې د سولې او ثبات د تڼګښت او د دغو انسان وژونکو ډلو د ځپلو په موخه په کلکه مبارزه وکړي

Share this page to Telegram

Comments