افغان امني ځواکونو درې تنه د قاچاق په تور نیولي دي

comments 0

27 Views

هندوکش – کندز: افغانی امیني ځواکونو په دوو بیلابیلو عملیاتو کې د مخدره موادو دری قاچاق وړونکي نیول دي.
انعام الدین رحماني د کندز د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي پولیسو په دوو بېلابېلو پېښو کې درې تنه د مخدره موادو د قاچاق په تور نیول دی.
د نوموړي په وینا، چې له نیول شویو کسانو څخه یو تن یې ۹کېلوګرامه هیروئین د کرولا موتر د تېلو په ټانکۍ کې ځای پر ځای کړي او غوښتل یې له تخار څخه یې بلخ ولایت ته انتقال کړي چې د دوی پولیسو ونيول.
ښاغلي رحماني وايي له نیول شويو کسانو څخه تحقيقات کېږي او تر لومړنیو څېړنو وروسته به یې دوسیې عدلي او قضايي ادارو ته واستول شي.
دا په داسې حال کې ده چې تردې و ړاندې هم د مخدره موادو قاچاق په تور زیات شمیر کسان نیول شوي چې د عدلي او قضایي پړیکړو وروسته زندان ته استول شوي دي.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments