افغانستان کې کم شمېر ځواکونه پاتې کیږي

comments 0

1588 Views

هندوکش – امریکا: د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، افغانستان کې به په کم شمیر ځواکونه پرېږدي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، چمتو والی یې نیولی چې خپل ډیر پوځیان له افغانستان وباسي.
ټرمپ یوې امریکايي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي؛ د طالبانو په ګډون جګړې ټول اړخونه له خپل دریځ ستړي ښکاري او نور جنګ ته دوام نشي ورکولای.
ټرمپ پخپله مرکه کې ټینګار کړی چې په افغانستان کې به استخباراتي حضور ولري، خو ګڼ پوځیان به یې بیرته کورونو ته ستانه شي.
هغه د افغانستان روانې جګړې ته بې پایلې او نه ختمیدونکې جګړې نوم ورکړی او زیاته کړې یې ده چې اوس یې وخت را رسیدلی چې له دې هیواده ووځي.
ټرمپ دا خبرې داسې مهال کوي چې له طالبانو سره د سولې خبرې په چټکۍ دوام لري او امریکا وايي په دې کار کې یې ډيره بیړه ده.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments