افغانستان کې وسله وال له کانونو عایداتي سرچینو په توګه کار آخلي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: افغانستان کې ټولې وسله والې ډلې د کانونو پر پسو خپلې عایداتې سرچینې پیاوړي کوي او جګړه مخته وړي.
د کانونو په اړه یوې جوړه شوې غونډه کې د ولسمشر دوهم مرستیا وویل: چې د هیواد معادن د وسله والو د تمویل یوه لویه سرچینه ده.
د نوموړي په وینا: په افغانستان کې ترهګرې ډلې د کانونو پر پيسو جګړه پر مخ وړي، چې دا مسئله افغان حکومت ته په لوی سرخوږي بدله شوې ده.
هغه وویل: په هیواد کې د کانونو حالت ته په کتو سره داسې ښکاري، چې افغان حکومت په تېرو څو کلونو کې په دې برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې نه لرلې.
نوموړي زیاته کړه: د نوموړي په وینا نه یوازې دا چې افغانستان له دې برخې ګټه پورته نه کړه؛ بلکې د هیواد د امنیت لپاره په لوی ګواښ بدله شوه.
یاده دي وي چې وسله وال ډیرې د بدخشان، د سروبي ولسوالۍ جګدلک معدن او داسې نورو کانونه هر ورځ په زرګونو ډالر لاسته راوړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *