افغانستان کې نا امنيو له امله 19 زره ماشومان د پولیو ضد واکسین څخه بی برخې شوي

comments 0

89 Views

هندوکش – کابل: د عامه روغتیا وزارت د پولیو پروګرام د عامه پوهاوي مشر وایي چې شته ناامنیو له امله د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې کابو 19 زره ماشومان د پولیو ضد واکسین څخه بی برخې شوی دي.
د پولیو عامه پوهاوې مشر میر جان راسخ په وینا، په دې کمپاین کې نهه اعشاریه نهه ملیونه هغو ماشومانو ته چې عمرونه یې له پنځه کلونو کم دي، د پولیو ضد څاڅکي ورکړل کیږي.
نوموړي زیاته کړه، د پولیو ضد روان کمپاین په ټول هېواد کې د ۶۸ زره کارکوونکو په مرسته پلی کیږي. \
نوموړې نا امني د پولیو پروګرام پر وړاندې ستر خنډ وباله او زیاته یې کړه چې د هېواد د پنځو ولایتونو په پنځو ولسوالیو کې به د نا امنیو له امله ۱۹۰زره ماشومان له دې کمپاینه بې برخې پاتې شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments