افغانستان کې سوله او ټیکاو د پاکستان په ګټه دی

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان: د پاکستان د دفاع وزیر خرم دستګیر خان وايي، یو باثباته، ډیموکراټيک او سوله ییز افغانستان غواړي.
خرم زیاته کړه چې په افغانستان کې سوله د دواړو هیوادونه لپاره غوره ده.
خرم دا خبرې داسې مهال کوي چې نړۍ دغه هیواد له ترهګرو د ملاتړ کوونکي په ډله کې شمیرلی او د سیمې د نا امنۍ اصلي لامل یې بولي.
پاکستان یو خوا د سوله ییز افغانستان خبره کوي او بل لور ته دلته د ترهګرو له فعالیت ملاتړ کوي او هغوی ته مالي مرستې رسوي.
فروزان سیرت

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *