افغانستان کې د کرونا پېښې ۷۴ ته لوړې شوې؛ هرات کې ګرځبندیزید دی

comments 0

5 Views

هندوکش ــ کابل: د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، په هرات ولایت کې د کورونا وېروس ۳۲ تازه مثبتې پېښې رامخې ته شوې دي، چې ورسره په ټول افغانستان کې په دې وېروس د اخته کسانو شمېر ۷۴ ته رسېدلی. هاخوا افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو هم ویلي چې دې هېواد کې ۴ بهرني پوځیان په کورونا وېروس اخته شوي دي.
افغان حکومت همدا راز اعلان کړی چې د دې وېروس د مخنیوي په موخه سر له چارشنبې هرات کې به د ورځې لخوا د خلکو پر ګرځېدو بندیز لګېږي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار سې شنبه خبریالانو ته وویل چې نوې ثبت شوې مثبتې پېښې ټولې په هرات کې دي. دا ولایت وار د مخه د کورونا وېروس تر ټولو ډېرې پېښې درلودې.
تر اوسه دا نه ده څرګنده چې دا نوي کسان له کوم بهرني هېواد نه افغانستان ته ستانه شوي وو او که په هېواد دننه په دې وېروس اخته شوي دي.
افغان چارواکي وايي، تر ډېره افغانستان کې په کورونا وېروس اخته کسان له ایرانه راغلي او یا یې هغه کسان نیولي چې له ایرانه راغلو کسانو سره یې راشه درشه درلوده.
د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز په وينا افغانستان د کورونا وېروس د خپرېدو له پلوه د نورو هېوادونو پرتله په ښه وضعيت کې دی او له دغه فرصت څخه د کورونا وېروس د مخنيوي لپاره بايد ګټه واخيستل شي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments