افغانستان کې د پولیو واکسین ضد کمپاین پیل شو

comments 0

26 Views

هندوکش ـ کابل: د عامې روغتیا وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دا کمپاین به پر څه باندې شپږو میلیونو افغان ماشومانو چې تر پنځو کلونو کم عمرونه لري، تطبیق شي.
دغه کمپاین د کرونا ویروس د خورېدو له کبله د څو میاشتو لپاره ځنډېدلی وو چې په دې هېواد کې نږدې ۱۰ میلیونه ماشومان‌ یې د فلج ناروغۍ له خطر سره مخامخ کړي وو.
د عامې روغتیا وزارت وایي دا کمپاین به د افغانستان په ختیځو، لوېدیځو، جنوبي، مرکزي او شمال ختیځو ولایتونو کې د وږې تر ۲۸مې نېټې دوام وکړي.
اعلامیه زیاتوي، چې د روان میلادي کال له پیله په دې هېواد کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۶ ته رسېدلې دي.
دغه وزارت اندېښنه لري چې ښایي نږدې دوه میلیونه ماشومان د پولیو د کور په کور واکسین څخه بې ‌برخې پاته شي.
افغانستان د نړۍ په سطح هغه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو مثبتې پېښې په ‌کې شته.
بلخوا عام خلک اندېښنه لري چې دا کمپاین د خڼد سره مخ نشي دوی وايي چې طالبان هغه سیمې چې د طالبانو تر والکې لاندې د واکسینو کارکوونکي زړنه نه ښه کوي چې ورشي ځکه طالبان نه غواړي چې پولیو ضد واکسین تر سره شي له همدې امله په هېواد زیات شمېر ماشومان له واکسین څخه پاتې کیږي او د تل لپاره فلج کیږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments