افغانستان کې د میوې په صادراتو کې اته سلنه زیاتوالې راغلې

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: افغانستان نه نورو هیوادونو ته د لندې او وچې میوو په صادراتو کې زیاتوالی راغلې
دغه څرګندونې د سوداګرۍ او صنایعو خونې کړي دي.
د سوداګریو او صنایعو خونې چارواکي وایې، د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د افغانستان د تازه مېوو صادرات د تېر کال د ورته وخت پرتله اته سلنه ډېره شوي دي.
چارواکي زیاتوي، د صادراتو د زیاتوالي لامل دا دی چې د افغانستان او هند ترمنځ هوایي دهلیز رامنځته شوې او پاکستان هم سږ کال د افغان مېوې د ټرانزېټ پر وړاندې هیڅ دول خنډجوړ نه کړ.
چارواکو په وینا: سږ کال ۹۰ زره ټنه انار ،انگور او زردالو بهر ته استول شوي، چې د تېر کال پرتله اته سلنه زیاتوالی ښيي.
ددغې خونې مسوول میرزمان وویل: له هند سره د افغانستان د هوایي دهلیز رامنځ ته کېدل د میوو د صادراتو د زیاتیدو اصلي لامل شوی دې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *