افغانستان کې د سولې راتګ حتمي شوی

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ولسمشر محمد اشرف غني تیره ورځ کونړ کې ویلي، اوس د تېر پرتله په افغانستان کې د سولې راتګ حتمي او نژدې شوی دی.
ولسمشر وروستیو بمباریو او بریدونو ته په اشارې ویلي، تجربو ښودلې، چې په هر هېواد کې چې جګړه وې او د سولې راتګ نژدې شي، نو جګړه زور اخلي.
هغه کونړ کې له خلکو غوښتي چې له زغم کار واخلي.
اشرف غني د سولې روان بهیر خپل ابتکار ګڼي او یو ځل بیا یې په ټینګار سره ويلي، موقت حکومت ورته د منلو وړ نه دی.
ولسمشر داسې مهال د سولې د ژر راتګ خبره کوي چې له تېرو څو ورځو راهیسې په قطر کې د طالب او چارواکو تر منځ خبرې روانې دي او د نسبي پرمختګ ادعا کېږي.
سپوژمی پوپلزی

Share this page to Telegram

Comments